|
||

مان جو لي د چين په شمال ختيز يو کوچنی سرحدی ښار ګوټی دی چې له روسيې او مغولستان سره څلور پنځوس کيلومتره ګډه پوله لري. که څه هم مان جو لي وړوکی دی، خو د ځمکنی بندر په توګه تاريخ يې سلګونه کلونه لري چې روسيې او اروپا ته د ورتګ يوه مهمه لاره ده. د مان جو لي د تلاشۍ په پوسته کې د سرحد ساتونکي سرتېري نه يوازی د خاورو د ساتنې دنده پرغاړه اخلي، بلکې په موسکی چيني او بهرنيو سيلانيانو ته خدمت کوي چې دوی د چين او روسيې ترمنځ د سوداګريز پرمختګ د شاهدانو په توګه ګڼل کېږي.
چيانګ پنګ د مان جو لي د تلاشۍ پوسته يو پلټونکی دی. کله چې خبريال دغې پوستې ته ننوتله، چيانګ پنګ په موسکا د يو سيلاني پاسپورټ پلټنه کوله. له دې نه وروسته په نيم ساعت کې هغه چې په شونډو يې نری غوندی موسکا راخوره شوه، کار کاوه. جيانګ پنګ هره ورځ سلګونه ځله سيلانيانو ته وايي چې السلام عليکم! مهربانی وکړئ چې خپل پاسپورټ راکړئ. ده وويل
د کار په وخت کې حتی د اوبو څښلو وخت نه لرم. که څه هم ډېر تږی يم، خو خامخا به هر سيلاني ته سلامونه ووايم. ځکه چې پلټنه مې پری نه کېږي. هره ورځ زه اتو ساعتو په کارونو کې د څه باندې پنځه سوه او څلور شپيته تنو سيلانيانو پلټنه کوم چې د يو تن لپاره د پلټنې منځنی وخت ديرش ثانيې دي. په بله ژبه په يو ساعت کې دې د شپيتو تنو سيلانيانو پلټنه وشي.
د مان جو لي د سرحدي تلاشۍ پوسته د چين له ډېرو مهمو پوستو څخه شمېرل کېږي. ځکه چې د چين او روسيې ترمنځ شپيتو سلنو نه زياتې ځمکنې ترانسپورتي دندې د دغې پوستې پر غاړه لري او دغه پوسته په چين کې يو ډېر لوی ځمکنی بندر هم دی.
څليرويشت کلن چيانګ پنګ يو کال مخکې په دغه پوسته کې وګمارل شو. ښاغلي چيانګ وويل
د سيلانيانو درناوی کوو، نو سيلانيان زموږ احترام هم کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې د دوستانو په شان له احساساتو څخه ډکې دي. ډېر خوشحاله يم چې له سيلانيانو سره مرسته او د دوی ستونزې ليری کولای شم. موږ د خپلو کارونو د تر سره کولو تر څنګ سيلانيانو ته ريښتنې خدمت ورکوو. له دې څخه نه يوازی د سرحدی پلټنې په کارونو کې خدمتي نظريه، بلکې د چين د سرحد ساتونکو سرتېريو غوره بڼه څرګندېږي.

په دغه پوستې کې سيلانيانو ته د لا ښه خدمت د ورکولو په هکله يوه غرفه هم شته چې په روسيې ژبه د سيلانيانو د وتلو او ننوتلو د لارښوونې کتابچې ايښودل شوي او د سيلانيانو پوښتنو ته مفصل ځوابونه پکی ليکل شوي دي. دغه راز دوی روسيي سيلانيانو ته د روسې ژبې خپرونې وړاندې کوي چې د پلټنې په ترڅ کې د سيلانيانو تلوسه ليری شي. د دغه پوستې مشر چاو دونګ فانګ وويل،
زموږ د کار عمده ټکی د سيلانيانو لپاره د خدمتي سويې لوړول دي. موږ په کارونو کې پر دې ټينګار کوو چې هر پلټونکی او سرتيری بايد د خدمتي سويې د څرګندولو لپاره هڅې وکړي چې د ښې رويې او تدبيرونو له لارې سيلانيانو ته اسانتياوې برابرې کړي.
د روسيې سيلانيان هم د دغو کارکوونکو او پلټونکو د خدمتونو لوړه ستاينه کوي. د روسيې يوي ښځينه سيلانې وويل،
د پلټونکو د خدمتي رويې څخه خوښ يم او له مان جو لي څخه ښه خاطره لرم. ځکه چې د مان جو لي پلټونکي راسره غوره چلند کوي. تېر کال له خپلی کورنۍ سره يو ځای مې مان جوه لي ته سفر کړی او موږ ته يې ښه خاطره بښلې ده. زما په اند، په تېر کال کې مان جو لي لا ښکلی شوی، په تېره بيا په دغه پوستې کې نوی تالار جوړ شوی چې د پخوا په پرتله لا پراخ او ستر دی.
د مان جو لي د تلاشۍ پوستی پلټونکي د چين او روسيې ترمنځ د دروازې د ساتونکو په توګه په موسکا د چين په اساسي يونټ کې ديپلوماتيک افکار پلی کوي. ښاغلي چاو دونګ فان وويل،موږ د هېواد په استازيتوب د سرحدی بندر د ساتنې او څار دنده په غاړه لرو، په عين وخت کې موږ هم ډيپلوماټيک کارونه پلی کوو. موږ د روسيې له پلټونکو سره د تماس نيولو او د دواړو خواوو سيلانيانو ته د خدمت ورکولو په بهېر کې د چين د ښه ګاونډيتوب تګلاره تطبيقوو او د چين او روسيې ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ مشخصې ستراتيژيکې اړيکيې ټينګوو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ژوره شي.
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |