CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

جا چينګ لين هيله لري چې مذهبي ټولنه د اقتصاد د ثابت او نسبتاً چټک پرمختګ د پرمخبېولو لپاره خدمتونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2010-02-09 20:30:54


ښاغلي جيا چين لين د چين د بوديزم د ټولنې له مشر سره خبرې اترې کوی

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دولتي کمېټې مشر جيا چينګ لين د فبرورۍ په ٨ مه نېټه په بېجينګ کې له مذهبي شخصيتونو سره د کتنې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې بېلا بېلې مذهبي ډلې او ټولنې په پراخه توګه د خپلو پيروانو له عقل او بشري ځواک څخه په استفادې سره د اقتصاد د ثابت او نسبتاً چټک پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي او د مذهبي اړيکيو د ټينګېدو له لارې د ټولنې هوساينه او ثبات وساتي.

نوموړي په همدې ورځ د ځونګ نان های ماڼۍ ته د تللو او د دوديز پسرلني اختر د رارسيدو د هر کلي لپاره د دولتي مذهبي ډلو مشرانو ته بلنه ورکړه.

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای