CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

چين له اړوندو خواوو نه د اټومي انرژۍ لخوا د يوې مسودې په اړه د موافقې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2010-02-09 20:39:35

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ما جاو شوي د فبرورۍ په نهمه نېټه وويل، چين هيله لري چې اړوندې خواوې به د څېړنې په موخه د تهران  ذروي رياکتور ته د ذروي سوند موادو د برابرولو په اړه هغې مسودې په اړه يوې موافقې ته ژر ورسيږي چې د اټومي انرژۍ د سازمان لخوا وړاندې شوې ده.

ښاغلي ما جاو شوي په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې د ايران د ذروي مسئلې د تازه حالاتو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې نوموړی خبره وکړه. هغه پر ايران باندې د اړوندو بنديزونو په اړه داسې وويل، چې په وروستيو ورځو کې امريکا، روسيې، چين، فرانسې، بريټانيا او المان شپږو هېوادونو د ايران د ذروي مسئلې په اړه د خپلو نظريو تبادله کړې ده، چين هيله لري چې اړوندې خواوې د خپلمنځي خبرو اترو او بحثونو د پرمختګ لپاره زيات ډيپلوماټيک کوښښونه وکړي.

ژباړونکې:زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای