CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

اټکل کېږي چې روان کال شينجيانګ سيمې ته د راغلو بهرنيو سيلانيانو شمېر د تېر کال په پرتله څلويښت سلنه زيات شي.

cri     (GMT+08:00) 2010-02-10 09:41:07

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ٢٠١٠ کال کې د شينجيانګ سيمې د سيلانۍ چارو کاري غونډه د فبرورۍ په نهمه نېټه په اوروموچي کې تر سره کړه. په دغه غونډه کې د روان کال د شينجيانګ سيمې د سيلانۍ چارو پرمختيايي موخه وړاندې شوې: د راغلو بهرنيو سيلانيانو شمېر بايد پنځه لکو تنو ته ورسېږي چې د تېر کال په پرتله څلوېښت سلنه زيات شي او د راغلو کورنيو سيلانيانو شمېر پنځه ويشت مليونو تنو ته ورسېږي چې د تېر کال په پرتله نولس سلنه زيات شي.

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې مرستيال هو وی دې ته اشاره وکړه چې د پولي بحران او د جولای د پنځمې نېټې پېښې د منفي اغېزې له امله تېر کال د شينجيانګ سيلانۍ چارو ته ستر زيانونه رسېدلي دي. روان کال مرکزي حکومت به د شينجيانګ سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د چټکتيا او له ګاونډيو هېوادونو سره د اقتصادي او کلتوري تګ راتګ د پياوړتيا په موخه يو لړ امتيازي تګلارې تر سره کړي چې د شينجيانګ سيمې د سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره به بې سارې فرصتونه برابر شي.

ژباړونکې: سپوږمۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای