|
||
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د فبرورۍ تر ٩ نېټې پورې د افغانستان د شمال پروان ولايت د سالنګ په لويه لاره کې د واورو د څو ځلو ښوئېدو له امله ٥٠ تنه وژل او څه د پاسه ٧٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
د خبر له مخې، د افغانستان دفاعي ځواکونه په سالنګ کې د ژغورنې کارونه تر سره کوي، تر اوسه پورې څه د پاسه يو زر ٥ سوه تنه مصيبت ځپلو وګړي امنيتي سيمو ته لېږدول شوي دي.
د سالنګ لويه لاره د کابل او د افغانستان د شمالي سيمې ترمنځ مهمه ټرافيکی لار ده او په دغه سيمه کې څو ځله له غرونو څخه خاورې او واورې ښوئېدلې وې.
ژباړونکې: ليلا
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |