CRI Online

د چين فوټبال لوبه اوس له نوي پسرلي سره مخ کېږي.

cri     (GMT+08:00) 2010-02-11 16:36:16

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د چين د سپورټي چارو عمومي ادارې د فوټبال لوبې مرکز مشر او په چين کې د فوټبال لوبې ټولنې مرستيال ښاغلي وی دي په بېجينګ کې د ده له واکمېدو وروسته لومړۍ خبري ناسته جوړه کړه. که څه هم اوس مهال د چين فوټبال لوبه له زياتو مشکلاتو سره مخامخ ده، خو ښاغلی وی دی لا هم پر چيني فوټبال لوبه پوره باور څرګند کړی دی. د سپورټ نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو.

د چيني فوټبال کړۍ په روان ژمی کې په سخت ډول ولړزېدله. د چين عدلي اورګانونو د لومړي ځل لپاره د فوټبال په چارو کې لاسوهنه کړې او پر فوټبال سياليو يې د قمار بازۍ پر ضد يو لړ ځانګړي عمليات تر سره کړي دي. په قمار بازۍ کې د ځينو فوټبال کلبونو له خوا د لاس لرلو له امله د فوټبال لوبې مرکز د مشر نان يونګ او يانګ يي مين په ګډون څلور تنه لوړ پوړي چارواکي د ٢٠١٠ کال په پيل کې د چيني پوليسو لخوا توقيف شوي دي. په داسې ګډوډ حال کې ښاغلي وی دی خپله دنده پر غاړه واخيستله او د چين د سپورټي چارو عمومي ادارې د فوټبال لوبې مرکز د مشر په توګه ټاکل شوی دی. د زياتو چيني خبري رسنيو په اند، ښاغلی وی دی په ډېر خطرناک وخت کې د چين د فوټبال لوبې مشر په توګه ټاکل کېږي، خو هغه دا نظر لري چې د چين فوټبال لوبې په وړاندې به يو نوی پسرلی بيا راځي.

( لومړی اواز)

زما په اند، نن ورځ د چين فوټبال لوبه له يو نوي پرمختيايي حالت سره مخ کوي. حکومت دې ته په درنه سترګه ګوري چې په هراړخيزه توګه موږ ته ملاتړ برابروي او زيات مينه وال تل د فوټبال لوبې پرمختګ ته زياته پاملرنه کوي. نو ځکه د فوټبال لوبې د پرمختګ په برخه کې زه پوره باور لرم. د چين فوټبال لوبه اوس له يو نوي پسرلي سره مخامخ ده او په يو ډېر ښه چاپېريال کې به پرمختګ ومومي.

ښاغلي وی دي له ٢٠٠١ کال څخه پر اوبو د لوبو مرکز د مشر په توګه ټاکل شوی دی. د ده په مشرۍ پر اوبو د لوبو په برخو کې د چين لوبغاړيو زياتې ښې نتيجې تر لاسه کړې دي. د ٢٠٠٤ کال د اولمپيک لوبو په ترڅ کې دوو چيني لوبغاړيو منګ ګوان ليانګ او يانګ ون جون په ګډه د پوستي کښتۍ په پروګرام کې د لومړي ځل لپاره يو طلايي مډال تر لاسه کړ او له دې نه څلور کاله وروسته د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې چيني لوبغاړيو پر اوبو د سپورټي لوبو په څو پروګرامونو کې درې طلايي، يو نقره يي او يو برونزي مډالونه لاسته راوړلي دي. ويل کېږي چې ښاغلي وي دي ډېره وتلې کاري لاسته راوړنه کړې ده. سره له دې چې ښاغلي وی دی د فوټبال لوبې په اړه ډېر مسلکي معلومات نه لري، خو په سپورټي چارو کې دايمي اصول موجود دي، نو هغه پر خپل ځای ډېر باور دی. که څه هم د ده له ټاکل کېدو يوازې لس ورځې تېرې شوې، خو د چين د فوټبال لوبې د پرمختګ يو ابتدايي پلان د ده په دمغز کې راغلی دی.

( دوهم اواز)

زه د چين د فوټبال چارې په دريو عمده تګلارو او يوې اضافي تګلارې ويشلوم: لومړی، موږ بايد د فوټبال چارو د مسلکي کېدو بهير چټک کړو. دوهم، د ځوانانو او ماشومانو په منځ کې د فوټبال لوبه مروجه شي. درېيم، د فوټبال ملي لوبډلې سويه او ځواک بايد په چټکۍ سره پياوړی شي.

برسېره پر دې، ښاغلي وی دی د ځينو غوره بهرنيو روزونکو په ګمارلو سره پر اوبو په څو پروګرامونو کې د چين سپورټي سويه لوړه کړې. نو هغه په فوټبال پروګرام کې د بهرنيو روزونکو د ګمارلو په برخه کې وويل

( درېيم اواز)

په عادي حالت کې د فوټبال له نړيوال کپ وروسته موږ د ډېر وتلي بهرني روزونکي د ګمارلو فرصت لرو. نو که موږ غواړو په رښتينۍ سره يو بهرنی روزونکی پيدا کړو، نو بايد په نړۍ کې د لومړي ليک کچې روزونکی وګمارو. زما په اند، په چين کې د فوټبال لوبې سويه بايد د چيني روزونکو سويې د لوړوالي پر بنسټ لوړه شي.

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای