CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه سيالۍ - لومړۍ برخه

cri     (GMT+08:00) 2010-03-02 16:42:27

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د ٤١ دوری نړيوال نندارتون به د راتلونکی مې له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ٣١ نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دغه نندارتون د اصلي موضوع، ودانيو او فعاليتونو په اړه د مفصلو معلوماتو د ورکولو لپاره به له روانې اوونۍ څخه د راتلونکی اګست تر لومړۍ نېټې پورې د راغونډونې او زړه وړونکي نړيوال نندارتون په نامه سيالي تر سره شي چې د ٥ ځانګړيو پروګرامونو په ترڅ کې به بشپړه شي . هرکلی کوو چې تاسې په فعاله توګه په دغه سيالۍ کې ګډون وکړي.

د سي ار ای راډيو د تېرو کلونو د سياليو په شان ، د هر ځانګړي پروګرام په پای کې به تاسو ته دوې پوښتنې درکړو، که تاسې په جدي توګه زموږ پروګرامونه واورئ او اړوندو پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړئ، نو فرصت به ولرئ چې چين ته وړيا سفر وکړئ.

ګرانو اورېدونکو، تر هر څه لومړی به د شانګهای نړيوال نندارتون دروپېژنم، زه د شانګهای د نړيوال نندارتون بختوره نښه ده چې های باو نومېږي. زه يو اسماني رنګه ماشوم يم ، زما ويښته کاږه او سترګې مې غونډاری دی. زما نوم های باو دی، های يعنی سمندر او باو په چيني ژبه کې دخزانې معنا لري. زه په سمندر کې زېږېدلی يم او په نړۍ کې د هغو هېوادونو، د نړيوالو سازمانونو او شخصيتونو د زړه ټوټه يم چې د شانګهای نړيوال نندارتون ته يې ډېره پاملرنه او ورڅخه ملاتړ کوي.

د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د نړيوال نندارتون د محور . د چيني ودانۍ، د ننداری مرکز، د نړيوال نندارتون مرکز او د اصلي موضوع ودانۍ په ګډون يو محور او د ٤ ودانيو په اړه معلومات درته وړاندې کړو. د نړيوال نندارتون محور د شانګهای نړيوال نندارتون ته د ننوتلو لار ده او د نړيوال نندارتون د هوايي منظرې او د نندارچيانو د تګ راتګ عمده لاره ده او د بادوان په شان ودانۍ ولاړه ده لکه داسې چې د خلکو هرکلی کوي. د چيني ودانۍ يو تک سور رنګ جوړښت دی او نندارچيان پکې چيني کولتور احساسولی شي. د ننداری مرکز له هنري سبک څخه ډکه ودانی ده چې د هوانګ پو سيند په غاړه پرته ده . د نړيوال نندارتون په موده کې به ډول ډول لويې نندارې او فعاليتونه په دغه مرکز کې تر سره شي.

د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړيوال نندارتون اصلي موضوع ښه ښار او ښه ژوند دی . د دغې اصلي موضوع د ژورې څرګندونې لپاره د اصلي موضوع پوه ودانۍ جوړه شوې چې اصلي موضوع يې له خلکو او ژوند سره د ښارونو د اړيکيو او د ستوريو او راتلونکي ترمنځ د مناسباتو څېړل دي . څلورمه ودانۍ د نړيوال نندارتون مرکز دی چې بېلا بېلې غونډې، مطبوعاتي غونډې او مېلمستياوې به په کې تر سره شي .

د شانګهای نړيوال نندارتون د علمي او تخنيکي ابتکارونو د ننداری ځای هم دی. زيات شمېر ګډون کوونکي هېوادونه به د نړيوال نندارتون په موده کې د ساينس او تېکنالوژۍ په برخو کې خپل نوي برياليتوبونه نندارې ته وړاندې کړي. بر سېره پر دې د کاربون د خپرېدو اندازې کمول د شانګهای د نړيوال نندارتون يوه مهمه موخه ده . د نړيوال نندارتون په موده کې به څه د پاسه زر نوي تخنيک ماډل موټرونه چې نوې انرژۍ په وسيله کارول کېږي ، د نندارې لپاره هم وړاندې شي.

د شانګهای د نړيوال نندارتون په موده کې چې ١٨٤ ورځې به دوام ولري ، د بريټانيا د بالټ نڅا د هنري ډلې په ګډون د مشهورو نړيوالو هنري ډلو له خوا ٢٠ زره نندارې او د برازيل د سمبا او د بروندي د لويو ډولونو په ګډون د بېلا بېلو ځايونو ځانګړي نمايشونه به وښودل شي.

د پروګرام په پای کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته اوس ٢ پوښتنې وړاندې کړو. لومړۍ پوښتنه، د شانګهای د نړيوال نندارتون د بختورې نښې نوم څه دی؟ دوهمه پوښتنه ، مهرباني وکړئ د دوو ودانيو نومونه وليکئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای