CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه سيالۍ - دوهمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2010-03-05 15:40:51

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د ٤١ دوری نړيوال نندارتون به د راتلونکې مې له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ٣١ نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دغه نندارتون د اصلي موضوع، ودانيو او فعاليتونو په اړه د مفصلو معلوماتو د ورکولو لپاره به له روانې اوونۍ څخه د راتلونکي اګست تر لومړۍ نېټې پورې د راغونډوونکي او زړه وړونکي نړيوال نندارتون په نامه سيالي تر سره شي چې د ٥ ځانګړيو پروګرامونو په ترڅ کې به بشپړه شي . هرکلی کوو چې تاسې په فعاله توګه په دغه سيالۍ کې ګډون وکړئ.

د سي ار ای راډيو د تېرو کلونو د سياليو په شان ، د هر ځانګړي پروګرام په پای کې به تاسو ته دوې پوښتنې درکړو، که تاسې په جدي توګه زموږ پروګرامونه واورئ او اړوندو پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړئ، نو فرصت به ولرئ چې چين ته وړيا سفر وکړئ.

ګرانو اورېدونکو، زه د شانګهای د نړيوال نندارتون بختوره نښه ده چې های باو نومېږي. د شانګهای نړيوال نندارتون به د راتلونکی مې په لومړۍ نېټه پرانيستل شي. زه هرکلی کوم چې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو دوستان به د شانګهای د نړيوال نندراتون په ١٨٤ ورځنۍ موده کې له شانګهای څخه ليدنه وکړي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د شانګهای د نړيوال نندارتون د کوربنې ودانۍ يعنې د چيني ودانۍ په اړه مفصل معلومات وړاندې کړم.

د چين نندارتون د شانګهای د نړيوال نندارتون د ودانيو په مرکز کې پرت دی چې د ملي او سيمه ييزو او د هانکانګ، مکاو او تايوان د نندارتونونو په ګډون د دريو برخو څخه جوړه شوې. د چين نندارتون د چين د پېژند کارډ په توګه ګڼل کېږي چې د چيني کولتور او د چينايانو د مفکورو د احساسولو او ښکارندوی يو ډګر دی.

د چين ملي نندارتون د پراخوالي له نظره د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د نورو هېوادونو له نندارتونونو څخه لوی دی چې ودانی يې يو تک سور رنګ جوړښت دی چې د چيني کولتور ښيګڼه ترې څرګېدېږي. د چين سيمه ييز نندارتون د بېلا بېلو ولايتونو د نندارې لپاره جوړه شوې چې ډيزاين يې د چين له لرغونو او دوديزو سبکونو څخه ډک دی. د چين ټول ولايتونه به د شانګهای د نړيوال نندارتون په موده کې خپل ځانګړتياوې او دودونه نندارې ته وړاندې کړي .

اوس تاسو ګرانو اورېدونکو ته د هانګکانګ، مکاو او تايوان د نندارتونونو په اړه معلومات درکړم. د هانګکانګ نندارتون اصلي موضوع د بې پايانۍ ښار – هانګکانګ دی او په کې به د هانګکانګ ٦ ځانګړتياوې خلکو ته وښودل شي چې ځانګړی جغرافيايي موقعيت ، بشپړې بنسټيزې ابادی ، له نړۍ او د چين له سترې برخې سره نژدی اړيکې لری ، سړکونه بېلا بېلو خواوو ته غځيدلي او ترانسپورټي خدمتونه يې اغېزمن دي ،د مشورتي ساينس او ټېکنالوژۍ او مخابراتي تخنيک يې پرمختللی دی، د پانګونو ، مالونو او معلوماتو لېږد رالېږد أزاد دی او د چين او د لوېديځو هېوادونو کولتور په څواړخيزه توګه پرمختګ کوي.

د مکاو نندارتون د ښيښې د پردې څخه جوړه شوی او بڼه يې د يوه سوی په شان ده چې کله کله خپل رنګونه بدلوي او بېلا بېل تصويرونه ښيي.

د تايوان نندارتون د غر په شان دی چې د سترو ښيښه يي اسماني څراغونو څخه جوړه شوې. د نوموړې ودانۍ معمار په قول، د تايوان نندارتون بهرنی ساختمانی څيره د چين د لرغونی کونګ مينګ څراغ سره يو شان ده.

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام په پای کې به تاسو ته ٢ پوښتنې وړاندې کړو. لومړۍ پوښتنه، د شانګهای نړيوال نندارتون به په کومه ورځ پرانيستل شي ؟ دوهمه پوښتنه ، د چين د ملي نندارتون رنګ څه ډول دی ؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای