ګرانو دوستانو! السلام عليکم! اوس به يوه تبصره واورئ چې عنوان يی دی : د چين عمومی کنترول او تنظيمول به د خلکو د ژوند ښه والي ته ډېر ارزښتونه ورکړي
تېر کال د اقتصاد د هڅونې د جامع پلان په رڼا د چين اقتصادی ارزښت د وړم کال په پرتله اته اعشاريه اووه سلنه زيات شوی چې د ټاکل شوې موخې په پرتله لوړ و. په عين وخت کې د خلکو د ژوند د ضمانت او ښه والي لپاره يو لړ تدبيرونه هم د عامو وګړو د خوښۍ وړ دي. اوس په بيجينګ کې د ملی ولسی کانګرس کلنی غونډې خبر ورکړ چې سږ کال به چين د پولی بحران د ستونزو په کمولو سره د عمومی تنظيمولو او کنترول په بهير کې د خلکو د ژوند ښه والي ته لازيات ارزښتونه ورکړي.
د روانې مياشتې په ٦ نېټه د ملی ولسی کانګرس د کلنی غونډې په اړه يوه خبری ناسته کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملی کميټې رئيس جانګ پينګ وويل چې د اقتصاد د هڅونې د جامع پلان په رڼا د چين د اقتصادی کمزورتيا مخه نيول شوې او په عين وخت کې د عامو وګړو په ګټه يو لړ پروژو هم پرمختګ کړي دي.
(لومړی اواز)
تېر کال د خلکو د ژوند د ضمانت او ښه والي په برخه کې ډېر برياليتوبونه رامنځته شوي وو. لومړی، په ښاري سيمو کې يوولس مليونه شل زره نوی کاری فرصتونه زيات شوي. دوهم، د سپين سرو او سپين ږيرو د ژوند د ضمانت او د بنسټيزې درملنې بيمې بشپړې شوې چې لازياتو خلکو په کې ګډون کړی دی. درېيم، په کليوالو سيمو کې د بی وزلو زده کوونکو تعليمی لګښتونه لغوه شوي او د طبی سيستم د اصلاحاتو نوی پلان هم وړاندی شوی چې لازيات خلک به ترې ګټې واخلي.
د روانې مياشتې په ٥ نېټه صدراعظم ون جياباو په ملی ولسی کانګرس کې د حکومت کاری راپور وړاندی کړی او په کې يی وويل چې د خلکو د ژوند ښه والی د چين د اقتصادی پرمختګ اصلی موخه ده. په ٢٠١٠ کال کې به د چين حکومت په دې ساحه کې لازيات کوښښونه وکړي. د روانې مياشتې په ٦ نېټه د چين د ماليې وزير شيې شيو ژن په خبری ناسته کې وويل چې سږ کال به مرکزی حکومت د خلکو د ژوند د ښه والي په ساحه کې لازياتې پانګې واچوي.
(دوهم اواز)
سږ کال به مرکزی حکومت د کرنيزو بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، د بزګرانو د ژوند د ښه والي، د ضمانت وړ کورونو د جوړولو ، د روزنې او ښوونې، طب او کلتور لارو چارو د پرمختګ او د چاپيريال ساتنې په برخو کې ٩٩٢ مليارده اووه سوه مليونه يوانه پانګې چمتو کړي.
د چين صدراعظم ون جياباو په خپل کاری راپور کې په ځانګړې توګه د شتمنيو د ويشلو په مسئله کې رڼا واچوله. هغه وويل چې د شتمنيو د ويشلو معقول ميکانيزم د عادلانه ټولنې يوه مهمه نښه ده. د روانې مياشتې په ٦ نېټه د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملی کميټې رئيس جانګ پينګ په دې اړه وويل:
(دېيم اواز)
لومړی، بايد د اوسيدونکو په تېره بيا د هغو کسانو تنخواوې لوړې شي چې منځی يا ټيټې تنخواوې لري. بيا بايد پر ښاري او کليوالو سيمو د خلکو د ژوند د ضـانت سيستم پراخ شي چې له بی وزلو کسانو سره مرستې زياتې شي. د دې ترڅنګ د زړو کسانو د ژوند د ضمانت سويه بايد نوره هم لوړه شي.
نوموړي زياته کړه چې د اقتصادی پرمختګ په راتلونکی بهير کې به عمومی تنظيمول او کنترول پياوړی شي ترڅو چې د خلکو د شتمنيو ويشل نورهم معقول او عادلانه وی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |