رئيس هو جين تاو له غونډې وروسته له يو شمير استازيو سره خبرې کوی
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کميسيون رئيس هو جين تاو د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه په بېجينګ کې پر دې ټينګار وکړ چې د شتمني ټولنې د ابادۍ په ترڅ کې بايد په عين وخت کې د هېواد د سمسورتيا او د ځواکونو د پياوړتيا لپاره هڅې وشي.
هو جين تاو په همدې ورځ د چين د يوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرېس د درېيمې غونډې د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د پلاوي په عمومي غونډه کې ګډون وکړ او د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته يې د دغه ارود له يو شمېر استازيو سره خبرې اترې وکړې.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |