د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه د مارچ په ١٤ نېټه سهار په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو او جيا چينګ لين په ګډون د چين ګوندي او دولتي مشرانو د پای په مراسمو کې ګډون درلود.
په ياده شوی غونډه کې يوازنی غير نوبتي اجندا د انتخاب قانون د تعديل نامې مسودې څېړنه ده چې د پای په مراسمو کې د رايو په اکثريت يې تصويب شوی ده. د ملي ولسي کانګرس څه نا څه ٣ زره تنه غړيو په جلا جلا توګه د رايي اچولو له لارې د حکومتي کاري راپور، د کلني پلان او بودجې، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د کاري راپور او د ستر محکمې او څارنوالۍ کاري راپورنو د پرېکړه ليک مسودې تصويب کړی دی.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |