د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اپريل په لومړنې نيټه په ٢٠١٠ کال کې د شانګهای د نړيوال نندارتون له پرانيستلو څخه دېرش ورځې پاتي دي او د دغه نندارتون په باغونو کې د بېلا بېلو پروژو جوړونه د پای مرحلې ته رسيدلي ده تر څو له مختلفو ځايونو څخه د راغلو د سيلانيانو او دوستانو هر کلی وکړي.
اوس مهال د چين په اړه ودانۍ ، د نړيوال نندارتون او اړوندو کلتورونو مرکزونو او د نندارتون محور په شمول د دايمي ودانيو او د زياترو لنډمهالي ودانيو جوړونه پای ته ورسيده . د بهرنيو هېوادونو له خوا د جوړ شويو ځينو ودانيو جوړونه ښايي پر وخت پای ته ورسيږي . د دغه نندارتون د لومړنې ډلې څه باندې دوه سوه داوطلبانو په خپلو کارونو پيل کړي دي . سربېره پردې د دغه ښار د ځينو لويو اساسي تاسيساتو د جوړېدو او ښه کېدو پروژه به هم په نژدې راتلونکې کې بشپړه شي او په کار ولويږي.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |