د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ٢٠١٠ کال کې د چين د شانګهای نړيوال نندارتون به د اپريل له شلمې نېټې څخه امتحإنی فعاليت پيل شي.د دغه نندارتون د تنظيمونکو او کارکوونکو د اپريل په لومړی نېټه د نندارتون په اړه د چين د ودانۍ په وړاندې ډګر کې د سوګند خوړلو مراسم تر سره کړل. د شانګهای د نړيوال نندارتون د ادارې مشر هونګ هاو په هغوکې ويل چې اړوندې خواوې به د وخت په سپمولو سره راتلونکو مېلمنو او سيلانيانو ته د لا ښه او غوره خدمتونو لپاره پوره تياری ونيسي.
د مالوماتو له مخې، دغه نندارتون به د می په لومړی نېټه پرانيستل شي او د اټکل له مخې به له اويا مليونو نه زيات نندارچيان ولري. دوه سوه او دوه څلويښت هېوادونه او نړيوال سازمانونه به په کې ګډون وکړي او د ثبت شويو خبريالانو شمېر له دوولس زرو څخه زيات دي.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |