د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د شانګهای نړېوال نندارتون د ادارې مرستيال جو يونګ لۍ د روانې مياشتې په ٢ نېټه په بيجينګ کې خبريالانو ته وويل چې تر اوسه پوری څه دپاسه ځوارلس زره تنو خبريالانو د دغه نندارتون د پوښښ لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي چې په کې شاوخوا دری زره څلور سوه او يو بهرني خبريالان شامل دي.
نوموړي وويل چې د اپريل مياشتې د ٢٦ نېټې له نهو بجو څخه اړونده اداره به يادو شويو خبريالانو ته جوازنامې ورکړي او د روانې مياشتې په ٢٧ نېټه به مطبوعاتي مرکز به په کار ولويږي چې په عين وخت کې په کې د اتو سوو کسانو ظرفيت لري.
ژباړونکی: احمد زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |