د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د شانګهای نړېوال نندارتون د تبليغاتولپاره تزيين شوی لوی موټر د روانې مياشتې په ٣ نېټه بيجينګ ته راورسيدچې د چين د سيلانۍ چارو ادارې په همدې ورځ د هېواد په سلو ښارونو کې د دغه نندارتون تبليغاتي فعاليت هم پيل کړی دی. دغه موټر به په راتلونکی يوه اوونۍ کې د نړېوال نندارتون د تبليغاتو لپاره سلو ښارونو ته ولاړ شي.
ياد شوی موټر د مارچ مياشتې له ١٨ نېټې څخه له شانګهای څخه وخوځيد او له ١٨ ورځو وروسته بيجينګ ته راورسيد. په دغه موټر کې شاوخوا سلو تنو کارکوونکو د اتو ولايتونو او لويو ښارونو وګړو ته د نړېوال نندارتون په اړه معلومات ورپېژندلي دي چې عام وګړي له نژدې نه له نړېوال نندارتون سره تماس نيولی شي.
ژباړونکی: احمد زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |