د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شهانګهای نړيوال نندارتون خبري مرکز د اپريل په اوومه نېټه د لومړی ځل لپاره يوه خبري ناسته جوړه کړه چې پکې د دغه نندارتون خبري رسنيو ته د خدمتونو برابرولو په اړه يو لړ مالومات وړاندی شول. د مالوماتو له مخې، اوس مهال د خبري رسنيو په اړه عمده ودانی جوړې شوي دي. په روانه مياشتی کې به يو لړ مطبوعاتي غونډې هم جوړې شي چې پکې به د داطلبانو د خدمتونو، د امنيت ساتنې، د خوراکونو امنيت، اقليم او سيلانۍ په شمول د دغه نندارتون په اړه مالومات وړاندی شي.
د شانګهای نړيوال نندارتون د رسمي ويبپاڼې د مالوماتو له مخې، د خبري رسنيو په اړه ودانيو کې خبري مرکز، نړيوال راډيوئی او تلويزيونی مرکز، د هوانګپو سيند د لوېديځې غاړې خبري مرکز او د خبري رسنيو د نومونو ثبتولو مرکز شامل دي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |