CRI Online

په ٢٠١٠ کال کې له چين څخه د ليدنې کال او د چين د نړيوال نندارتون سيلانيزه او تبليغاتي اوونۍ په سيول کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2010-04-12 18:24:11

ګرانو اورېدونکو، تر اوسه پورې د شانګهای د نړيوال نندارتون پيل ته يوازی يوه مياشت پاتې ده. په ٢٠١٠ کال کې له چين څخه د ليدنې کال او د چين د نړيوال نندارتون سيلانيزه او تبليغاتي اوونۍ د تېر مارچ د ٣٠ نېټې په شپه په سيول کې پرانيستل شوې وه.

په ٢٠٠٨ کال کې د چين د دولت رئيس هو جين تاو له کوريا جمهوريت څخه د ليدنې په وخت کې د دغه هېواد له ولسمشر لي ميونګ باک سره يو ځای پرېکړه وکړه چې ٢٠١٠ او ٢٠١٢ کلونه په جلا جلا توګه له چين اوکوريا جمهوريت څخه د ليدنې کلونو په توګه وټاکل شي. د ٢٠٠٩ کال په نومبر کې د چين او کوريا جمهوريت د سيلانيزو چارو وزيرانو ګډه موافقه تر لاسه کړه چې د چين او کوريا جمهوريت د سيلانيزی تبادلې او همکارۍ چارو مشورتي غونډه جوړه کړي چې له ٢٠٠٣ کال څخه ډب شوې وه. د شانګهای د نړيوال نندارتون په فرصت د چين د سيلانيزو چارو د ادارې، د چين د سيلانۍ ټولنې او په کوريا جمهوريت کې د چين د سفارت له خوا جوړ شوی يو ګډ پلاوی به په کوريا جمهوريت کې د يوې اوونۍ لپاره تبليغاتي فعاليتونه تر سره کړي. د دغو فعاليتونو پرانيستونکي مراسم د تېر مارچ د ٣٠ نېټې په شپه په سيول کې تر سره شول او د چين او کوريا جمهوريت د بېلا بېلو ټولنو څه نا څه دری سوه تنو په کې ګډون درلود. په کوريا جمهوريت کې د چين د سفارت شارژ دافير شينګ های مينګ په دغو مراسمو کې وويل

(اواز ١)

تر اوسه پورې د شانګهای د نړيوال نندارتون د پارکونو او ودانيو ابادۍ او بېلا بېل خدمتي کارونه بشپړ شوي دي. باور دی چې دغه نړيوال نندارتون به د ښارونو او د خلکو د ښاري ژوند د بحث لپاره يوه ستره غونډه وي .

چين او کوريا جمهوريت دوستانه ګاونډي هېوادونه دي، په ١٩٩٢ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ پياوړی شوی دی. له شمېرنې سره سم، په ٢٠٠٩ کال کې له چين څخه د کوريا جمهوريت د سيلانيانو شمېر ٣ مليونه او ١٩٠ زره تنو ته او کوريا جمهوريت ته د تللو چينايانو شمېر يو مليون او ٤٧٠ زره تنو ته رسېدلی دی. چين د کوريايانو لپاره بهر ته د سيلانۍ تر ټولو ښه ځای دی. له کوريا جمهوريت څخه د سفری چينايانو شمېر اوس يوازې جاپان ته له تللو چينايانو نه کم دی. د چين د پلاوي مشر او د چين د سيلانۍ ادارې د سيلانيزې هڅونې او د نړيوالې همکارۍ د مديريت مرستيال جانګ شي لونګ وويل

(اواز ٢)

په ٢٠١٠ کال کې له چين څخه د ليدنې کال په اړه د بېلا بېلو فعاليتونو د تر سره کېدو لپاره به د چين په ټول هېواد په تېره بيا په سيلانيزه برخه کې د شانګهای د نړيوال نندارتون او د چين په ګوانګ دونګ ولايت کې د اسيايي سپورټي لوبو د جوړېدو په اساس د يو کال په موده کې د سيلانيزې تبادلې او د نمانځنې په اړه ډول ډول فعاليتونه تر سره شي.

د تبليغاتي اوونۍ په موده کې به د چين پلاوی په جلا جلا توګه په سيول ، داېګو او جونجو کې د شانګهای د نړيوال نندارتون او د چين د سيلانۍ د معرفی په اړه فعاليتونه تر سره کړي . بر سېره پر دې ، د چين د سيلانۍ ادارې استازي به د کوريا جمهوريت د کولتور ، سپورټ او سيلانۍ له وزارت سره د اړوندو چارو مشورتي غونډه جوړه کړي چې په ګډه د دواړو هېوادونو په سيلانيزو چارو بحث وکړي. د کوريا جمهوريت د کولتوري او سپورټي چارو د ادارې مشر جاو شيان ځای وويل

(اواز ٣)

په ١٩٩٢ کال کې د کوريا جمهوريت او چين ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو په وخت کې د دواړو هېوادونو د سيلانيانو شمېر يوازې سل زره تنه و، خو نن ورځ دغه شمېر لس مليونه تنو ته اوچت شوی دی. په تېره بيا روان کال له چين څخه د ليدنې کال ، د شانګهای نړيوال نندارتون ، د ٢٠١٢ کال له کوريا جمهوريت څخه د ليدنې کال او د يوسو د نړيوال نندارتون د جوړېدو له امله به د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې د پياوړتيا لپاره ګټور وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای