د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د مطبوعاتو او چاپ عمومي ادارې د اپريل په ١٢نيټه خبر ور کړ چې د شانګهای د نړيوال نندارتون د ښې فضا د برابرولو لپاره د روانې مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د اکتوبر تر يو دېرشمې نيټې پورې د چين اړندې څانګې د ناقانونه توليد شويو توکيو د کنټرول په ځانګړيو عملياتو لاس پورې کوي .
د چين د مطبوعاتو او چاپ د عمومي ادارې د ناقانونه توليد شويو توکيو پرضد د څانګې مشر جو هوي لين وويل، په دغو عملياتو کې د ناقانونه چاپ شويو توکيو پرضد د مبارزې، د بېلا بېلو بازارونو د پلټنې له لارې انټرنټي شبکې اداره به پياوړې شي تر څو د شانګهای نړيوال نندارتون لپاره د کولتوري بازار سالم چاپيريال او ښه فضا برابره شي .
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |