CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون له لارې به د چين او بلجيک ترمنځ همکاري پياوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2010-04-15 18:03:50

ګرانو اورېدونکو، د شانګهای نړيوال نندارتون به ژر پيل شي، چين د دغه نړيوال نندارتون د کوربه هېواد په توګه په عادي او منظم ډول د بېلا بېلو کارونو د چمتوالي لپاره کوښښ کوي او بېلا بېل ګډون کوونکي هېوادونه او سيمې د دغه نندارتون له لارې نړۍ ته د خپلې ځانګړتياوې د نندارې لپاره هم د فعال چمتوالي نيولو په حال کې دي . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه د بلجيک له عمومي استازي ليو دېلکروکس سره ځانګړې مرکه تاسو ته وړاندې کړو.

د بلجيک په پلازمېنه بروکسيل او ختيځ ليګ ښار کې په وار سره دری ځله نړيوال نندارتونونه تر سره شوي چې د بلجيک پر پرمختګ يې ژوره اغېزه کړې چې په کې د ١٩٥٨ کال د بروکسيل د نړيوال نندارتون لپاره جوړ شوی د اټوميوم برج د دغه ښار د نوم کارډ ګرځېدلی دی.

د شانګهای د نړيوال نندارتون د يادونې په وخت کې ښاغلي دېلکروکس وويل د بلجيک د نندارتون د ودانۍ پراخوالی ٥ زره او ٤ سوه مربع متره دی چې په کې به يو زر مربع متره د اروپايي ټولنې د نندارتون په توګه خلکو ته پرانيستل شي. ځکه چې د اروپايي ټولنې مقر د بلجيک په پلازمېنه بروکسيل کې پروت دی او د روان کال په دوهمه نيمايي کې به بلجيک د اروپايي ټولنې د نوبتي مشر هېواد په توګه وټاکل شي. د بلجيک نندارتون د ماغزو سلولونو له ودانۍ څخه څرګندېږي چې بلجيک د اروپا د مرکز په توګه خپل رول لوبوي. دېلکروکس وويل اوس د بلجيک نندارتون خپل وروستنۍ چمتوالي نيسي.

(اواز ١)

د بلجيک نندارتون د ودانۍ عمده پروژه بشپړه شوي او اوس د منځنيو چارو سمبالولو کارونه په سالم ډول روان دي. ټولې پروژې به د روانې مياشتې په ٢٠ نېټه پای ته ورسېږي.

د شانګهای د نړيوال نندارتون اصلي موضوع ښه ښار او ښه ژوند دی. بلجيک د نندارتون د ابادی په بهير کې د پر له پسې پرمختګ اصولو ته ډېره پاملرنه کړی چې د بيا کاريدونکو توکيو له لارې يې ودانۍ جوړې کړې دي. ښاغلي دېلکروکس وويل د بلجيک نندارتون د اباديو کارونو په سالمه توګه تر سره کېدل د شانګهای د نړيوال نندارتون د اداری له همکاري سره تړاو لري.

(اواز ٢)

د شانګهای د نړيوال نندارتون د اداری همکاران ډېر ښه دي ، زما په ګډون د بلجيک نندارتون کارکوونکي د بلجيک نندارتون په اړه د چين له همکارانو سره د همکارۍ ښې اړيکې ساتي . له دوی څخه د مننه کولو لپاره به موږ د روانې مياشتې په وروستی ورځ يوه ځانګړی مېلمستيا جوړه کړو.

ښاغلي دېلکروکس وويل د شانګهای نړيوال نندارتون نړۍ ته د بلجيک د ورپېژندنې يو ښه فرصت دی،هغه هيله لري چې له دې لارې به د بلجيک او چين ترمنځ همکاری لانوره هم پياوړې شي.

(اواز ٣)

له يوې خوا زموږ په نندارتون کې د عامو وګړيو د ژوند حالات به وښودل شي، ځکه چې څه نا څه ٩٣ سنله نندارچيان به چينايان وي، موږ غواړو دوی ته د بلجيک ځانګړتياوې څرګندې کړو.

د شانګهای د نړيوال نندارتون په موده کې به بلجيک د صنعت او ساينس او ټېکنالوژۍ په برخو کې خپل برياليتوبونه نندارې او د شين رنګ اقتصاد، د چاپيريال ساتنې او ښاري ژوند په اړه څه د پاسه ١٥٠ غونډې هم جوړ کړي.

(اواز ٤)

په راتلونکو څو اوونيو کې به موږ خبري رسنيو او خلکو ته لازيات اړوند معلومات ورکړو، ځکه چې نړيوال نندارتون به ژر پيل شي ، اوس زيات وګړي نړيوال نندارتون ته ډېره پاملرنه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای