د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د شانګ های د نړيوال نندارتون د مرکزي تصديو شپږ تالارونه د اپرېل په پنځلسمه نېټه پرانيستل شول.
د تصديو تالار د نړيوال ننداتون د يوې برخې په توګه په لومړی ډول په نولس سوه درې دېرشم کال کې د امريکا د جيکاګيو په نندارتون کې رامنځته شو او ورځ په ورځ يې د پخواني هر نړيوال نندارتون ستوری ته بدل وکړ.د شانګ های په نړيوال نندارتون کې د تصديو اتلس تالارونه لري او پکې يې شپږ تالارونه د مرکزي تصديو له خوا جوړ شوي دي چې نومونه يې په لاندې ډول دي:د فضايي کورونو تالار،د چين هوايي تالار،د چين د بيړۍ تالار،د نفتو تالار،د برېښنا د دولتي شبکې تالار او د اطلاعاتو او مخابرې تالار.
دغه شپږ تالارونه د عصري تکنالوژۍ له لارې هغه اصلي موضوع وخپروي چې ښارونه ژوند ته ښه والی رسوي.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |