د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د شانګ های د نړيوال نندارتون د شپږو مرکزي تصديو سالونو امتحانی فعاليتونه د اپرېل په پنځلسمه نېټه پيل شول.
د تصديو سالون د نړيوال ننداتون د يوې برخې په توګه لومړی په نولس سوه درې دېرشم کال کې د امريکا د جيکاګيو په نندارتون کې رامنځته شو او په تدريجي توګه يې د تيرو نړيوالو نندارتونونو يو روښانه ټکی ګرځيدلی دی.د شانګ های په نړيوال نندارتون کې د تصديو اتلس سالونه لري چې پکې يې شپږ نندارتونونه د مرکزي تصديو له خوا جوړ شوي دي لکه بهرني فضايي ودانی،د چين هوايي ودانی،د چين د بيړيو ودانی،د نفتو،د برېښنا د دولتي شبکې او د اطلاعاتو او مخابرې ودانی.
دغه شپږ نندارتونونه د عصري تکنالوژۍ له لارې هغه مفکوره خپروي چې ښارونه دې د ښه او ښايسته ژوند لپاره خدمت وکړي.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |