د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ٢٠١٠ کال کې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ايران پلاوي مشر او د دغه هېواد د سوداګرۍ وزير د اپريل په نولسمه نېټه په تهران کې وويل چې ايران به د شانګهای نړيوال نندارتون په ترڅ کې د دغه هېواد لرغونی تاريخ او تمدن ټولې نړۍ ته وښيي او د ايران نندارتون به د دغې دورې د نړيوال نندارتون تر ټولو ښه نندارتون وي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې روان کال به ايران د پنځم ځل لپاره په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي. ايران به د ٢٠٠٠ مربع مترو په پراخوالی د يو نندارتون په جوړولو سره ټولې نړۍ ته د دغه هېواد ځانګړتياوې وښيي. د ايران نندارتون محتويات به د تاريخ، اوسنی حالت او راتلونکې له دريو برخو څخه عبارت وي چې ښايي لس مليونه تنه سيلانيان به راجلب کړي.
ژباړونکې: سپوږمۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |