د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای ښار د پوهنې ملکيت حق د ادارې مشر ليو ګوه چيانګ د روانې مياشتې په شلمه نېټه په بېجينګ کې وويل، شانګهای به په نړيوال نندارتون کې د بېلا بېلو برخوالو خواوو د پوهنې ملکيت حق د ساتنې لپاره د اړوندو خدمتونو مرکز د جوړولو او د شکايتونو څرګندولو د تليفوني شبکې د پرانيستلو په شمول يو لړ تدبيرونه ونيسي.
نوموړې په همدې ورځ د ٢٠١٠ کال د چين د پوهنې ملکيت حق په لوړپوړی فورم کې وويل، د شانګهای نړيوال نندارتون د تيارولو او جوړولو په بهير کې به د بېلا بېلو برخوالو خواوو د نندارې ځايونه، سټيجونه او د يادونې توکي د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په اړه له يو شمېر مسئلو سره مخامخ وي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |