د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې جيانګ يو د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه په بېجينګ يوه خبري ناسته کې وويل، د شانګهای نړيوال نندارتون د تيارولو کارونه به ژر پای ته ورسېږي. د يو شمېر هېوادونو مشران او چارواکي به د دغه نندارتون په پرانيستلو مراسمو کې ګډون وکړي.
جيانګ يو وويل، موږ د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو او وګړيو تود هرکلی کوو چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او په دغه فرصت کې به د چين بېلا بېلو ځايونو ته سفرونه وکړي. موږ د اړوندو خواوو نندارو ته سترګې په لاره يو او دې ته هم هيله من يو چې له اړوندو خواوو سره يو ځای په ګډه يو بريالی، ښه او نه هېرېدونکی نړيوال نندارتون په ګډه او شريک جوړ کړو.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |