د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای ګمرک چين ته د ننوتلو په موخه په نړيوال نندارتون کې د ثبت شويو بهرنيو خبريالانو لپاره د ګمرک تېرېدو ځانګړی تګلاره جوړه کړې ده چې د شانګهای د نړيوال نندارتون اداره به له ځانه سره د مرکې د سامان الاتو په وړلو سره چين ته د بهرنيو خبريالانو د ننوتلو لپاره ګډې تضمينی پيسی وړاندې کړي.
د اړوندو مقرراتو سره سم، که بهرني خبريالان غواړي د مرکې د سامان الاتو په وړلو سره چين ته ننووځي، بايد لومړی ګمرک ته د تضمينی پيسو د مقرراتو سره سم اړوند مراتب بشپړ کړي. خو د نړيوال نندارتون د مودې د اوږدوالي او د نندارچيانو د شمېر په ګډون د يو شمېر لاملونو له امله، د شانګهای ګمرک د بهرنيو خبريالانو لپاره د اسانتياوو د برابرولو په هکله ياده شوي تګلاره وټاکله.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |