د شانګ هاي نندارتون ازمويښتي پرانيستنه پرځای شوه او نژدې څلور لکه نندارچيان ومنل شول
د چين د نړيوال راډيو د خبر له مخې،د اپريل په ٢٦مه نېټه د شانګهای د نړيوال نندارتون وروستۍ ازمويښتي پرانيستنه نن ( د اپرېل په شپږويشتمه نېټه ) روانه شوه او يو لک تنه نندارچيان ومنل شول .اوسمهال د امنيتي څارنې،داوطلبانو د خدمتونو،خوراکونو، نندارتونو ته د ننوتلو ليکو او ترافيک په ګډون اړوند تدارکاتي کارونه ګام په ګام بشپړيږي.
د اپريل په ٢٥مه نېټه د شانګهای نړيوال نندارتون پنځمه ازمويښتي پرانيستنه پر ځای شوه او نژدې څلور لکه نندارچيان ومنل شول چې دغه شمېر په ازموښتی پرانيستنو کې تر ټولو زيات دی او د جوړونکې خوا د اټکل سره سم به له رسمي پرانيستنې وروستی د نندارچيانو له ورځنی شمېر سره سمون برابر وی.
ژباړونکې:ياسمين
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |