د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل له ٢٦مې نېټې څخه به د پټليو په وسيله هغې ١١ ترانسپورټي کرښې چې د شانګهای په نړيوال نندارتون وصل شوې، په ازمويښتی ډول وکارول شوې.
اوس مهال په سلو کې د څلويښتو برخو سيلانيان د پټليو په وسيله د ترانسپورټي کرښو له لارې د نړيوال نندارتون پارک ته ځي. د شانګهای د پټليو په وسيله د ترانسپورټي کرښو د ادارې مرستيال وو مين په دې وروستيو ورځو کې ويلي چې يادې شوې کرښې به د ازمويښتی کارونې په وخت کې په پرله پسې توګه بشپړې او ښې شي چې له امله به سيلانيان په اسانه او چټکه توګه پارک ته ننوتلای شي.
د معلوماتو له مخې، د روانې مياشتې په ٣٠مه نېټه يعنی د دغه نندارتون د رسمي پرانيستلو په ورځ کې به په يادو شويو کرښو کې د تګ راتګ ګاډيو شمېر له واقعي حالاتو سره سم زيات شي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |