CRI Online

د چين نړېواله راډيو به په دېرشو ژبو د شانګهای نړېوال نندارتون د پيل مراسمو ژوندی خپرونه ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2010-04-26 14:59:23

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د روانې مياشتې د دېرشمې نيټې د شپې له اتو بجو نه تر لسو بجو پوری د شانګهای نړېوال نندارتون د پيل مراسم پر ځای شي. د چين نړېواله راډيو به د چينی او انګليسي ژبو په ګډون دېرشو ژبو د دغو مراسمو ژوندی خپرونه ترسره کړي.

د چينی او انګليسي ژبو خپرونه به د راډيويی څپو او انترنټ له لارې په ژوندی توګه ترسره شي دغه راز د چينی ژبې پروګرام په نيويارک، پوس او موربن په ګډون بهرنيو ښارونو کې د ايف ايم څپو له لارې هم خپور شي. د انګليسي، جاپاني، کوريايی، ماليزيايی، عربي، روسي، اسپانوي، فرانسوي، پورتګالي او ايتالوی ژبو پروګرامونه به په ويديويی توګه خپاره شي او د مغولي، بنګلادېشي،نيپالي، هندي، تاميلي، ويتنامي، لاوسي، تايلانډي، ماليزيايی، هندي، فليپيني، ميانمري، ترکي، فارسي، پښتو، سواهيلي، رومانيايی، هنګري، الماني او اسپرانتوني ژبو پروګرامونه به د انترنټ له لارې خپاره شي.

ژباړونکی: احمد زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای