په شپه کې د شانګهاي نړيوال نندارتون چيني نندارتي ودانۍ
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې جيانګ يوو د اپريل په ٢٧مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړوندو فعاليتونو کې د ګډون لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو او خلکو هرکلی کوي.
له دې نه مخکې نوموړې وويل، چې يو سل او دوه نوي هېوادونه او پنځوس نړيوال سازمانونه به په دغه نندارتون کې ګډون وکړي. د فرانسې د ولسمشر سارکوزي او د اروپايي ټولنې د کميتې د مشر باروسو په شمول ګڼ شمېر مشران به د نندارتون د پيل په مراسمو کې حاضر وي.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |