CRI Online

په ٢٠٠٠ کال کې د نړيوال نندارتون کوربه ښار هانوير ته بياليدنه

cri     (GMT+08:00) 2010-04-27 20:17:31

 ټولو ته معلومه ده چې د نهه دېرشمې دورې نړيوال نندارتون په ٢٠٠٠ کال کې د المان په شمال هانوير ښار کې تر سره شو. لس کاله وروسته، د سي ار ای راډيو خبريال هانوير ته لاړ او د نړيوال نندارتون له امله د دغه ښار بدلون يې وليد. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په دې اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

هانوير د المان د نيديرساچسين ايالت مرکز دی. د ٢٠٠٠ کال د جون له لومړی نېټې نه د اکتوبر تر يو دېرشمې نېټې پورې نهه دېرشمې دورې نړيوال نندارتون په دغه ښار کې تر سره شو. دا لومړنی او يوازنی نړيوال نندارتون و چې په المان کې جوړ شو. د هانوير د اورګاډۍ تمځای د ودانۍ په مخ هغه لويه لوحه ليدل کېږي چې ورباندې ليکل شوي د نړيوال نندارتون کوربه ښار ستاسی هر کلی کوي.

د هانوير ښاروال ستفان وويل د دغه نندارتون د يادونې په وخت کې په سر لوړی وويل،

کله چې په ٢٠٠٠ کال کې زموږ په ښار کې د دغه نندارتون يادونه کوو، ډېر وياړو. شک نه شته چې دا د هانويرلپاره ډېر روښانه وخت و. دغه نندارتون يوه ستره او په زړه پورې غونډه وه او د بېلا بېلو کولتورونو ترمنځ د تګ راتګ ستيج هم و. د دغه نندارتون ليدنه د اتلس مليونه تنو نندارچيانو لپاره يو نه هېرونکی سفر وبلل شو.

په ٢٠٠٠ کال کې د نړيوال نندارتون سرليک بشريت، طبيعت، تخنيک و او يوه نوې نړۍ د دې نندارتون له لارې وښودل شوه. تنظيموونکو هيله درلوده چې د پر له پسی پرمختګ فکر او نظريه خپره او د تخنيک پر رڼا د بشريت او طبيعت ترمنځ همغږي او هوساينه څرګنده کړي. د شمېرنې سره سم، يو سل او اوه اتياوو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په دغه نندارتون کې ګډون درلود. ښاروال وېل وويل، چې نړيوال نندارتون هانوير ته ښه پرمختيايی فرصتونه رسولي دي. ده وويل

دغه نندارتون زموږ د ښار لپاره ډېر اهميت لري. حتی تر اوسه موږ هم د دغه نندارتون يادونه کوو. د هانوير اوسيدونکو په نړيوال نندارتون کې له نورو زياتو کولتورونو سره تماسونه ونيول او د ښار اساسي تاسيسات د نړيوال نندارتون له امله ښه شوي او زموږ ښار هم د نړيوال نندارتون په جوړولو ډېر مشهور شوی دی. زما په اند، شانګهای به هم زموږ په شان ښه شهرت ومومي.

د ښاغلي وېل له قوله، د نړيوال نندارتون له امله په هانوير کې زيات مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي. هان په ١٩٩٠ کال کې د نړيوال نندارتون د جوړونې حق له تر لاسه کولو وروسته، هانوير د اساسي تاسيساتو په ابادولو پيل وکړ. په هغه وخت کې د نړيوال نندارتون د جوړولو لپاره اچول شوی پانګه اووه مليارډو يورو ته رسيدلی ده چې له دې مجلې څخه څلور مليارډو يورو د اساسي تاسيساتو په ابادولو کې لګول شوی دی. د بېلګې په توګه د ميترو، د اورګاډۍ تمځايونو او هوايې ډګر په شمول يو سل پروژې ورڅخه ګټه اخيستې ده.

د نيديرساچسين ايالت مشر کريستيان ووف څرګنده کړه چې نړيوال نندارتون نه يوازی د هانوير، بلګې د دغه ايالت د پرمختګ لپاره فعال رول لوبولی دی. ده وويل

دوه ښکاره بدلونونه ليدل کېږي. لومړی، دا چې د هوايی ډګر، اوسپنيزو لارو او سړکونو په ګډون د ښار د اساسي تاسيساتو ابادولو بهېر چټک شوی دی. نه يوازی اوس مهال، بلګې په راتلونکي کې به هانوير ورڅخه زياته ګټه واخلي. بر سېره پردې، د هانويريانو معنوی څيره هم ښه شوې ده. ځکه چې دوی د نړيوال نندارتون په موده کې د نورو کولتورونو، مذهبونو او ژبو په هکله لا زيات معلومات تر لاسه کړی دی.

روان کال د هانوير د نړيوال نندارتون د بريالۍ جوړونې له لسمې کاليزې سره برابر دی. نو هانوير به د دغې کاليزې د نمانځنې لپاره له اپريل څخه په رنګا رنګ فعاليتونو پيل وکړي. سر بېره پردې، هانوير به د شانګهای په نړيوال نندارتون کې په زړه پورې فعاليتونه تر سره کړي. ښاغلي وېل په دې اړه وويل، 

ډېر وياړو چې هانوير به د شانګهای د نړيوال نندارتون د ښارونو په غوره ازمويښتي په سيمه کې ننداره وکړي. هانوير به د هغې سيمې موډل نندارچيانو ته وړاندی کړی چې په ٢٠٠٠ کال کې د هانوير د نړيوال نندارتون لپاره اباده شوې ده، تر څو د ښار د دوامدار پرمختګ په هکله تصور وښودل شوي او دغه تصور له اوبو او انرژۍ څخه د استفادې او د خلکو د هستوګنې په برخو کې ځانګړتياوی لري. نو هيله لرو چې دغه تصور چيني دوستانو ته وړاندی کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای