CRI Online

د بېلا بېلو هېوادونو د نندارتونونو ساختمانې بڼې ددوي د کولتوري ځانګړتياوو څرګندوي دي .

cri     (GMT+08:00) 2010-04-27 20:25:26

په ٢٠١٠ کال کې د چين د شانګهای نړيوال نندارتون به د می په لومړی نېټه پرانيستل شي چې په هغه وخت کې به دوه سوه او څلويښت هېوادونه او نړيوالو سازمانونونه په کې ګډون وکړي. د پخوانيو څو دورو نندارتونونو په شان، ګډون کوونکي هېوادونه غواړي د دغې صحنې له لارې نړيوالو سيلانيانو ته خپل هېواد وروپيژني. اوس د بېلا بېلو هېوادونو نندارتونونه په بنسټيزه توګه جوړ شوي او اړونده کارکوونکي د خپل هېواد د کولتور سره سم د نندارتون په ښکلی کولو بوخت دي.

د استراليا نندارتون له هغو نندارتونونو څخه يو دی چې د نورو مخکی بشپړ شوی او په نندارتون کې به زيات عکسونه او توکي او فلمونه وښودل شی . لکه چې د دغه نندارتون مشر پيټر سامس ويلي چې نندارچيان ګواکي رښتيانی استراليا ليداي شی . ده وويل

په دغه نندارتون کې ايښودل شوي ټول شيان د استراليا په شمالې سيمو کې د مومي هنرمندانو لخوا جوړ شوي او بيا دلته انتقال شوي دي. د اټکل له مخې، د نندارې په موده کې به هره دقيقه نوي تنه نندرچيان ورڅخه کتنه وکړي او د استراليا د موميانو د ژوند تاريخ به له نژدې وګوري. په دغه وړوکې ننداره کې به لس استراليايان وټاکل شی او دوي به نندارچيانو ته د دوی د هستوګنې سيمې او ژوند په اړه مالومات وروپيژني.

د جاپان نندارتون چې په اساسي توګه بشړ شوی دی او د زرغون غوزې په نامه ياديږي ځکه چې د ودانۍ بهرنې بڼه يې د غوزې غوندی ده او رنګ يې زرغون دی چې په جاپان کې دغه رنګ د حيات او غوره والی نښه بلله کېږي. د دغه نندارتون مشر يهارا نوريوشي وويل چې د دوی د نندارې محتويات په عمده توګه د تاج لرونکی لګ لګ پورې اړه لری. هره ورځ به شل زره تنه نندارچيان په درېيم پوړ تياتر کې د اوپراګانو په کتلو سره د جاپان عصری تخنيکي لاس ته راوړني احساس وکړي. ده وويل

زموږ عمده سرليک تاج لرونکی لګ لګ دی. ځکه چې د دغه لګ لګ زرغون بڼې لری او نژدې و چې په يوه موده کې دغه ډول لګ لګ په جاپان کې له منځه وړل شوی و ، ورپسی د جاپان او چين د همکارۍ له لارې دغه لګ لګ بيا په جاپان کې ژوند کوي. نو زموږ د نندارتون ننداره له دغه لګ لګ سره رابطه لری . د لګ لګ په اړه اوپيرا د جاپان د ځايی اوپيرا او د چين د کون اوپيرا له دوو ډوله اوپرا ګانو څخه څرګندويه ده . دغه راز موږ به په نندارو کې د جاپان عصری تخنيکونه نندارچيانو ته معرفي کړو.

هغه وويل، چې نندارچيان د نندارې په ترڅ کې نه يوازی د جاپان له ښکليو طبيعی منظرو څخه خوند واخلي، بلکې د جاپان عصری تخنيکونه مثلا ډير پرمختللي کمري او هغه ماشيني انسان به هم له نژدې وګوري چې واولين غږولی شی. دغه راز د هغه ښار موډل به هم وښودل شی چې تر دوه زره او شلم کال کې جوړ شی او په دغه ښار کې هيڅ کاربن خوشی نه شی .

د هند د نندارتون مسئول ښاغلي روجيش کومر خبريال ته وويل چې د هند په نندارتون کې به ترسره کېدونکي کولتوري فعاليتونه ډير زړه راوړونکي وي ، دغه راز د ودانيو ، مزه دارو خوړو او لاسي شيانو ايښودنې او نور هنري نندارې به د هنديانو رنګارنګ کولکتورونه مجسم کړي . ده وويل

دلته هره ورځ يوه لويه هنري ننداره پر ځای کېږي او دوه سوه شپېته نندارچيان پکې ځايېږي . په هند کې ډيری ايالتونه شته لکه په چين کې زيات ولايتونه موجود دي او په هر ايالت کې ځانګړی اوپيراګانې او نڅاګانې شته . دلته هندي رستورانت هم شته چې مشتريانو ته هندي خواړه برابروي . دغه راز د هندي لاسي شيانو د جوړولو پوره بهير هم ليدل کېږي.

د وړاندوينې له مخې اويا مليونه تنه چيني او بهرني نندارچيان به د شانګهاي د نړيوال نندارتون د ليدو لپاره راشی ، باوری دی چې ګڼ شمېر نندارچيان به د بېلابېلو هېوادونو له رنګارنګ نندارتونونو څخه ځانګړي او زړه راوړونکي احساسات او خاطرات واخلي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای