د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د تايواني چارو دفتر وياندې فان لي چينګ د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه په بېجينګ يوه خبري ناسته کې وويل، د چين د ګومين دانګ ګوند د وياړليومشرانو ليان جان او وو بو شيونګ او د چينګ مين دانګ ګوند د مشر سونګ چو يو په شمول د تاايون څه دپاسه يو سل مېلمانه به د شانګهای نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومی منشي هو جين تاو به له يادو شويو عمده مشرانو سره وګوري.
فان لي چينګ وويل، دغه نندارتون د تايوان له بېلا بېلو ساحو او ټولنو څخه پراخه پاملرنه او له تاودو احساساتو نه ډک ملاتړ تر لاسه کړی دی.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |