د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اپريل په ٢٨مه نېټه د شانګهای د نړيوال نندارتون پرانيستلو ته دری ورځې پاتې دي .اوس مهال ګڼ شمېر هېوادونه او نړيوال سازمانونه چمتو شوي او د دغه نندارتون رسمي پرانيستلو ته سترګې په لار دي . د دغه نندارتون د ګډون کوونکيو شمېر او د ودانيو مساحت د تېرو نندارتونونو په پرتله ډېر زيات دی.
د نوموړي نندارتون د چارو د همغږۍ ادارې مشر هونګ هاو وويل، تر اوسه پورې په دغه نندارتون کې د ګډون کوونکيو شمېردوه سوه او شپږ څلوېښتو ته رسيدلی چې يو سل او نهه اتيا ګډون کوونکي هېوادونه او اووه پنځوس نړيوال سازمانونه پکې شامل دي.
د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د المان، افريقايي هېوادونو، استراليا ، د سره صليب د نړيوالې ټولنې او نوې سپوږمۍ په اړه د زياتو بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د ودانيو جوړونه بشپړه شوې او اړوند کارونه يې هم پای ته رسيدلي .
ژباړونکې : غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |