د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای د نړيوال نندارتون پيل ته په نژدی موده کې څه باندې څوارلس زره تنو بهرني خبريالان شانګهای ته رسېدلي دي. دوی د دغه نندارتون په اړه د شپږو ازموينو سره له مرکې وروسته زياتره خبري رسني دا نظر لري چې دغه نندارتون د ادارې سيسټم او خدمتي تاسيساتو په برخو کې زيار ايستلی دی او د چيني او بهرنيو خبري رسنيو ترمنځ د تفاهم او باور د پياوړتيا لپاره يوه ښه صحنه برابروي. دوی باور لري چې يو بريالی، په زړه پورې او نه هيرېدونکی نندارتون به په چين کې تر سره شي.
د يادو شويو شپږو ازموينو له پای ته رسېدو وروسته بهرنيو خبري رسنيو په هراړخيزو ساحو کې د شانګهای د نړيوال نندارتون پرمختګ او بشپړتيا احساس کړې ده او خلکو ته د خدمت په برخه کې د انتظامي کارونو لوړه ستاينه يې وکړه.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |