د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د شانګهای نړيوال نندارتون د داوطالبانو مطبوعاتي وياند دنګ شياو دونګ د اپرېل په ٢٩ نېټه په شانګهای کې وويل د داوطالبانو د تياريانو کارونه بشپړ شوی چې تر خپلې وسې پورې د دندې پر مهال به ګډون کوونکو ، خبري رسنيو او نندارچيانو ته ځانګړی او غوره خدمتونه برابر کړي.
دنګ شياو دونګ په همدې ورځ د داوطالبانو د تياريانو د کارونو په اړه معلومات خبري رسنيو ته ورکړل. هغه وويل د شانګهای د نړيوال نندارتون په موده کې به د نندارتون څه د پاسه ٧٠ زره تنه او د ښاري خدمتي مرکزونو سل زره داوطالبان په کارونو بوخت وي چې په کې ٢٩٠ تنه بهرنی داوطالبان هم شامل دي. ياد شوی داوطالبان په عمده توګه د پوهنتونونو زده کوونکي او کارکوونکي دي چې د لارښوونې، ژباړنې او د بيړنۍ طبي مرستو په ګډون يو لړ خدمتونه برابر وي.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |