CRI Online

د بهرنيو هېوادونو شل مشران به د شانګهای نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2010-04-29 19:09:49

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای نړيوال نندارتون د خبري مرکز يو وياند د روانې مياشتې په ٢٩مه نېټه اعلان وکړ چې د بهرنيو هېوادونو شل مشران به د شانګهای نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

نوموړي وويل، چين د اړوندو هېوادونو د مشرانو او حکومتي چارواکيو هغې غوښتنې ته په درنه سترګه ګوري چې د چين په ياد شوي نندارتون کې ګډون وکړي. خو له دې امله چې دغه غوښتنه په ناوخته توګه وړاندې شوې، نو دا به مشکل وي چې دغه غوښتنه تر سره شي. چين هيله لري چې د دغو هېوادونو پوهاوی تر لاسه کړي او د اړوندو هېوادونو مشرانو ته وړانديز کوي چې د خپل هېواد د نمانځنې ورځې او د نندارتون د پای د مراسمو په شمول نورو فعاليتونو کې ګډون وکړي. داسې فعاليتونه به د پرانيستونکو مراسمو په شان هېښوونکي وي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای