CRI Online

د ميلان ښار ښاروالې د شانګهای نړيوال نندارتون ته خپله ښه هيله څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2010-04-29 19:51:11

ګرانو اورېدونکو، د شانګهای نړيوال نندارتون تر جوړېدو وروسته به راتلونکی نړيوال نندارتون په ٢٠١٥ کال کې د ايټاليا په اقتصادي مرکز ميلان ښار کې تر سره شي. د دغه ښار ښاروالې مېرمن لېتيزي موراتي د سي ار ای راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې د شانګهای نړيوال نندارتون ته خپله ښه هيله څرګنده کړه.

شانګهای او ميلان په جلا جلا توګه د چين او ايټاليا اقتصادي مرکزونه دي. موراتي وويل ميلانو او شانګهای تر منځ دوديزه دوستی شته چې په ١٩٧٩ کال کې يو بل د دوستو ښارونو په توګه پېژندل شوي دي . د نړيوال نندارتونونو د جوړولو له لارې د دوو ښارونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې دي. ايټاليا په لومړی سر کې ټاکلی ده چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي او چين هم تر ټولو مخکې له خپلې خوا اعلان وکړ چې د ٢٠١٥ د ميلان په نړيوال نندارتون کې به ګډون وکړي. مېرمن موراتی به د شانګهای د نړيوال نندارتون په موده کې شانګهای ته ولاړه شي.

(اواز ١)

زه هيله لرم چې د شانګهای نړيوال نندارتون په هراړخيزه توګه بريالی شي. زه پوهېږم شانګهای ښار د نړيوال نندراتون په اړه د وروستی کارونو لپاره ډېر کوښښ کوي. په ٢٠٠٦ کال کې ميلان ښار د ٢٠١٥ کال د نړيوال نندارتون د کوربنۍ حق د غوښتلو په وخت کې مې له شانګهای څخه ليدنه کړې وه او د دغه ښار له مشرانو سره مې خبرې اترې کړې وې. زما په اند د شانګهای نړيوال نندراتون د چمتوالي کارونه په ښه توګه تر سره شوي دي.

موراتي وويل په دې وروستيو ورځو کې د شانګهای او ميلان د نړيوالو نندارتونونو جوړونکو د همکارۍ يادښت لاسليک کړی ، له دې څخه څرګندېږي چې د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون او د ٢٠١٥ کال د ميلان د نړيوال نندراتون ترمنځ همکاری په رسمي توګه پيل شوې ده. موراتي وويل د نړيوال نندراتون د جوړولو په برخه کې د چين او ايټاليا ترمنځ همکاري ښه بنسټ لري .

(اواز ٢)

موږ له شانګهای سره په څو ساحو کې همکاري کوو ، د بېلګې په توګه د پوهنتونونو ترمنځ.

د ٢٠١٥ کال د ميلان د نړيوال نندارتون اصلي موضوع د ځمکنۍ کرې ښه ساتنه او د انرژۍ سرچينو پوره کارونه ده . موراتي وويل د نړيوال نندارتون د جوړولو لپاره د ايټاليا حکومت د مرکزي او سيمه ييزو حکومتونو او د تصديو له خوا د ميلان د ٢٠١٥ کال د نړيوال نندارتون سهامی شرکت جوړ کړی دی. اوس دغه شرکت او د ميلان ښاروالی په فعاله توګه د ٢٠١٥ کال د نړيوال نندارتون د چمتوالي کارونه تر سره کوي .

(اواز ٣)

اوس د ميلان نړيوال نندارتون د بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ کارونه روان دي او اړوندې پانګې يې راغونډی شوې دي. د نړيوال نندراتون ادارې له مقرراتو سره سم اوس موږ د ميلان نړيوال نندارتون د ثبتولو کارونو چمتو کوو، اړوندې لايحې بايد د شانګهای د نړيوال نندارتون له پيل مخکې يعنې د اپرېل په ٣٠ نېټه د نړيوالو نندارو ادارې ته وړاندې شي.

په عين وخت کې موږ د ايټاليا له څو ښارونو سره تماس نيولی چې د ميلان په نړيوال

نندارتون کې د ګډون لپاره د همکارۍ لپاره خپلې موافقې لاسليک کړو. بر سېره پر دې، موږ له يو شمېر هېوادونو او سازمانونو سره به ګډه اعلاميه هم لاسليک کړو چې چين په کې هم شامل دی. موږ ډېر خوشاله يو چې چين تر ټولو مخکې له ميلان سره د ٢٠١٥ کال په نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره د همکارۍ موافقه لاسليک کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای