د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يو شمېر هېوادونو مشران د اپرېل په نهه ويشتمه نېټه په وار سره د شانګهای نړيوال نندارتون د پرانيستلو مراسمو يو لړ فعاليتونو کې د ګډون لپاره شانګهای ته رسېدلي دي.
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کانګو ولسمشر، ګابن ولسمشر، ډيموکراټيکې کوريا د ملي ولسي کانګرېس د دايمې کميسيون مشر، کامبوديا صدراعظم، د مالي ولسمشر، د مالاوي ولسمشر او د ويتنام صدراعظم په همدې ورځ شانګهای ته رسيدلي دي.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |