CRI Online

لي چانګ چون، لي که چيانګ، هه ګوه چيانګ او جو يونګ کانګ د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه ليدنې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2010-04-30 15:36:33

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د سين هوا اژانس خبر ورکړ چې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو د دايمي کميسيون غړيو لي چانګ چون، لي که چيانګ، هه ګوه چيانګ او جو يونګ کانګ د اپرېل د ٣٠ نېټې په سهار د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه ليدنې وکړی.

پر چيني نندارتون سربېره ښاغلي لي چانګ چون د چين د تيان جين ښار، د هه نان، هو نان او شان شي ولايتونو، د بريټانيا، فرانسې، اطريش، ټايلنډ، سعودي عربستان او دکوريا جمهوريت نندارتونونو، په ښارونو کې د خلکو او پتو په نامه ودانيو او د نړيوال نندارتون له موزيم څخه هم ليدنې کړي دي.

ژباړونکې: ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای