د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، سين هوا اژانس خبر ورکړ چې د شانګهای د نړيوال نندارتون پرانيستونکی مراسم به د اپرېل په دېرشمه نېټه ماښام د هوانګ پو جيانګ سيند په غاړه د دغه نړيوال نندارتون په پارک کې تر سره شي. د فلسطين، د کوريا جمهوريت، مغولستان، فرانسې، سيشل او ميکرونيسيا په ګډون د يو شمېر هېوادونو مشران په همدې ورځ په وار سره شانګهای ته ورسېدل او د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې به ګډون وکړي.
د مالوماتو له مخې، د شلو هېوادونو دولتي او حکومتي مشران به په دغو مراسمو کې ګډون وکړي. اوس مهال دغو مشرانو په وار سره شانګهای ته رسيدلی دی.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |