CRI Online

هو جين تاو د شانګهای د نړيوال نندارتون په وياړ يوه مېلمستيا ترتيب کړه.

cri     (GMT+08:00) 2010-04-30 18:47:27

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو او د ده مېرمن ليو يونګ چينګ د اپرېل د دېرشمې نېټې په ماښام د شانګهای د نړيوالو غونډو مرکز په شانګهای تالار کې يوه مېلمستيا ترتيب کړه چې د شانګهای د نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون په هکله يې د درنو دوستانو هرکلی وکړ. رئيس هو جين تاو وويل، چې دغه نندارتون لومړنۍ دورې نندارتون دی چې په يو پرمختيايي هېواد کې تر سره کېږي. دا نه يوازې د چين، بلکې د نړۍ د پرمختګ فرصت دی. نړيوال به په ګډه يو بريالی، په زړه پورې او نه هېرېدونکی نندارتون وګوري.

د مالوماتو له مخې، د کانګو، د ډيموکراټيکې کوريا، فرانسې، فلسطين او د اروپايې ټولنې د مشرانو په ګډون څه باندې څلوېښتو بېلا بېلو مشرانو په دغه مېلمستيا کې ګډون درلود. رئيس هو جين تاو په نړيوال نندارتون کې د ګډون کولو او د ښه راتلونکې د ابادۍ په نامه يوه وينا هم وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای