د چين نړېوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړېوال نندارتون د اپريل د ٣٠ نېټې په شپه د نړېوال نندارتون په کلتوري مرکز کې په درنو مراسمو سره پرانيستل شو.
دغه مراسم به دوه ساعته دوام ولري او د چين د صدراعظم مرستيال او د شانګهای نړېوال نندارتون د انتظامي کميټې مشر غړي ښاغلی وانګ چي شان او د نړېوال نندارتون ادارې مشر جين پيري لافون به ويناوې وکړي.
ورپسې به په زړه پوری هنری نندارې او د شانګهای د هوانګ پو جيانګ سيند پر دواړو غاړو اورلوبې هم ترسره شي.
د چين د دولت رئيس هوجين تاو په ګډون د ګوند او هېواد مشران او شاوخوا شل تنه بهرني مشران يا حکومتي مشران به په افتتاحيه مراسمو کې ګډون وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |