دچين د نړيوالی راډيو د خبر له مخی ، د ٢٠١٠کال د شانګهای دنړيوال نندارتون ستراو درانده افتتاحيه مراسم داپريل په ٣٠ نيټه ماښام د نړيوال نندارتون په فرهنګی مرکز کی د چين د دولت رئيس هو جين تاوپه اعلان سره پرځای شوی اودا نښه نښانه ده چی ياد شوی نندارتون د چين له لوری د اته کلنی جدی او بشپړ چمتوالی وروسته په رسمی توګه د نړيوالو ميلمنو په هرکلی پيل شو.
په دغه افتتاحيه مراسمو کې د چين د صدراعظم مرستيال او د شانګهای د نړېوال نندارتون د انتظامي کميټې مشر غړي وانګ چي شان په خپله وينا کې په دغه نندارتون کې د فعال ګډون له امله له ٢٤٦ هيوادونو او نړېوالو سازمانونو او اړوندو چينی يا بهرنيو تصديو څخه مننه څرګنده کړې ده.
د نړېوال نندارتون د ادارې مشر جين پيري لافون په خپله وينا کې وويل چې نړېوال نندارتون د وخت د پرمختګ، ديالوګ، تبادلې او متقابلې سيالۍ پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.
وروسته تر هغه چی د دولت رئيس هو جين تاو د يادشوی نندارتون د پرانيستلو اعلان وکړ ، په همدی ماښام د مراسمو په هنری فعاليت کی د نړی له بيلا بيلو سيمو نه راغلو هنرمندانو او اړوندو ډلولخوا يوډير په زړه پوری کنسرت ورکړل شو چی په ترڅ کی يی حاضرينو د لوړواوعصری علومو او تخنيکونو له برکته ډيره خوښی او د نړيوال نندارتون جذبه احساس کړی ده . د شانګهای د هوانګ پو سيند په دواړو اړخونو کی د اورلوبې او د اوبو فوارې ستره او عظيمه ننداره وشوه چی د نمانځنې اوخوشالۍ فضا يی اوج ته رسيدلې ده .
د روان نندارتون اصلی موضوع دا ده چی ښار دې دخلکو نيک او هوسا ژوند ته لا ښه او مساعده زمينه برابره کړی .مختلف هيوادونه او نړيوال سازمانونه به د روان نړيوال نندارتون په دغه صحنه کی په پوره توګه د بشريت پرمختګ د بهير د چټکولولپاره د ښارونو نقش اورول وښيی اوترڅيړنې لاندی به يی ونيسی . دا لومړی ځل دی چی دغه ډول عمومی نندارتون په يوه پرمختيايی هيواد کی ترسره کيږی . اوس ٢٤٦هيوادونه او نړيوال سازمانونه پکی برخه لری او پيش بينی کيږی چی اويا مليونه سيلانيان به د نړۍ له بيلابيلوځايونو څخه شانګهای ته راشی چی ډير عصری علمی او تخنيکی لاسته راوړنې اوغنی او ځلانده فرهنګونه له نژدی وګوری .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |