د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون د پارک د پرانيستلو مراسم د مې په لومړۍ نېټه تر سره شول چې ورڅخه څرګندېږي چې دغه پارک په رسمي توګه د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه سيلانيانو ته پرانيستل شو. نندارچيان په دغه پارک کې د نړۍ د بېلا بېلو ډولو کولتورونه او تر ټولو پرمختللی ساينس او تکنولوژۍ احساسولای شي.
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس جيا چينګ لين او د نړيوال نندارتون د ادارې مشر جيانپير لافون په همدې ورځ په ګډه د دغه پارک د پرانيستلو پر تڼی زور واچاوه. د نړيوال نندارتون د ادارې سرمنشي ويسېنټ لوسسېرتليس په پرانيستونکو مراسمو کې چين، د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د نندارتون جوړونکيو او د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه کارکوونکيو او داطلبانو ته مننه وويله او و يې ويل چې نړيوال نندارتون يوه لويه غونډه ده چې ورڅخه د انسانانو پرمختګ څرګندېږي او له امله به يې په راتلونکې کې د ښارونو د اصلاحاتو خوځنده ځواک ته وهڅول شي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |