د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د الجزاير د مشرانو جرګې مشر بن صالح چې د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې يې ګډون درلود، د مې په لومړۍ نېټه د دغه نندارتون په پارک کې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، د شانګهای نړيوال نندارتون په چين کې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو له تر سره کېدو وروسته يوه بله لويه غونډه ده.
نوموړي زياته کړه، د اقتصاد او کولتور په ساحو کې د دغې دومره لويې غونډې په شان د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون د ده لپاره يو درنښت دی.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |