د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون د پرانيستلو په وخت کې د دغه نندارتون په پارک کې له يو شمېر ځايونو څخه ليدنې کړې دي. ده پر دې ټينګار وکړ چې بايد يو بريالی، هېښوونکی او نه هېرېدونکی نړيوال نندارتون تر سره شي.
هو جين تاو وويل، موږ بايد تر خپلې وسې پورې د دغه نندارتون د جوړېدو په بهير کې بېلا بېل کارونه په ښه توګه تر سره کړو او امنيت او ښه خدمتونو ته به ډېر ارزښت ورکړو.
د جيا چينګ لين، لي چانګ چون، شي جين پينګ، لي که چيانګ، هه ګوه چيانګ او جو يونګ کانګ په شمول يو شمېر نورو مشرانو هم د نړيوال نندارتون له پارک څخه ليدنه وکړه.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |