CRI Online

بهرني سيلانيان د شانګهای د نړيوال ننداتون د سيل له خوښيو څخه برخورداره دي

cri     (GMT+08:00) 2010-05-04 16:00:27

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د دوه زره او لسم کال لپاره د شانګهای نړيوال نندارتون د مې له څلورمې نېټې څخه د عام ټکټونيونکي نندارچيان منلی او سيلانيان کولای شي چې په مستقيمه توګه د نندارتون سيمې د دروازې په وړاندی ټکټونه واخلي.د همدې ورځې له غرمې وروسته تر دوو بجو پورې يو لکه او دېرش زره سيلانيان د ننداتون سيمې ته ننوتلي دي او دغه شمير پروني شمير ته نژدې دی.د اټکل له مخې،کابو درې مليونه او پنځه لکه بهرني سيلانيان به و منل شي او دوی به د نندارتون د سيل له خوښيو څخه برخورداره وي.

د ننداتون د ادارې خواوو د بهرنيانو د خدمت کولو لپاره د دوولسو ژبو له لارې يو خدمتي ټليفون لين خلاص کړ او لمبر يې٩٦٢٠١٠ دی.د نندارتون ځانګړي ټکسي موټرونه په خدمت پيل شوي دي.ځيني موټروانان په څو ژبو خبرې کولاې شي.برسيره پر دې،د نندارتون د لارښوونې کتابونه چې په زياتو ژبو يې ليکل شوي هم چاپ شودي.

ژباړونکې:شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای