CRI Online

سربيا د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ځلاندې او په زړه پورې نندارې وړاندې کوي

cri     (GMT+08:00) 2010-05-06 11:09:10

که نړيوال نندارتون د اقتصادي، کولتوري او تخنيکي پلوه د اولمپيک لوبو تشبيه شي، نو د بېلا بېلو هېوادونو نندارتونونه د ګډون کوونکو د سيالۍ ډګرونه به هم وي. د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د سربيا نندارتون چې پراخوالی يې يو زر مربع مترو ته رسېدلی ، د دغه هېواد د نندارې لپاره يو ځلانده ميدان دی. په چين کې د شانګهای د نړيوال نندارتون د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به موږ په چين کې د سربيا له لوی سفير ميومير اودوويکي سره يو ځای د دغه هېواد له نندارتون څخه ليدنې وکړو. د ٢٠٠٦ کال د جون په ٥ نېټه سربيا خپلواک هېواد ګرځېدلی او دا لومړی ځل دی چې سربيا د يو خپلواک هېواد په توګه په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي. د سربيا حکومت د شانګهای نړيوال نندارتون ته ډېره پاملرنه کوي. په چين کې د دغه هېواد لوی سفير ميومير اودوويکي وويل

(اواز ١)

د زياتو لاملونو له امله د سربيا حکومت د شانګهای نړيوال نندارتون ته ډېره پاملرنه کوي. لومړی ، دا لومړی ځل دی چې سربيا د يو خپلواک هېواد په توګه په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي. دوهم، چين او سربيا ترمنځ دوديزه او لرغونې دوستي شته. بر سېره پر دې نړيوال نندارتون د سربيا لپاره يو فرصت دی چې له بېلا بېلو ګډون کوونکو سره تبادلې او همکاري وکړي.

سربيا د خپل نندارتون د اصلي موضوع انتخابولو، د ودانۍ ترتيبولو او د پروژو ډيزاين ته ډېرې پاملرنې کړې دي. ښاغلی اودوويکي وويل د ښاري نمونې په نامه

اصلي موضوع د څېړونکو ډلې له خوا ټاکل شوي چې په څرګنده توګه د سربيا ښارونه او کولتورونه نندارې ته وړاندې کړی.

بر سېره پر دې، وخت د سربيا د نندارتون بله عمده موضوع ده. ښاغلي اودوويکي د سربيا ودانۍ په مرکز د وخت ماشين د يادونې په وخت کې وويل

(اواز ٢)

د وخت ماشين لومړنۍ طرحه کوونکي د سربيا مشهور نجومي او رياضي پوه ميلوتين ميلانکويک له خوا طرحه شوی دی. هغه په نړۍ کې تر ټولو دقيقه نجومي جنتری جوړه کړې چې په سربيا کې هرې کورنۍ ته ښه معلوم دی.د شانګهای نړيوال نندارتون يو ښه فرصت دی چې نړۍ ته ميلانکويک او د سربيا نور مشهور کسان وروپېژندل شي. سربيا به د نړيوال نندارتون په موده کې ډول ډول فعاليتونه تر سره کړي چې په هره مياشت کې يې اصلي موضوع بېل دی. د بېلګې په توګه د مې په مياشت کې يې اصلي موضوع پانګه اچونه، په جون کې يې سيلانۍ، په جولای کې يې کولتور، په اګست کې يې ښار ، په سپټمبر کې يې اقتصاد او په اکتوبر کې يې سپورټ، ساينس او ټېکنالوژي او فلم دی. سربيا به په ٥ مياشتو کې اړوند فعاليتونه او نندارې اجرا کړي چې سيلانيانو ته د دغه هېواد بېلا بېلې برخې به نندارچيانو ته وړاندې کړي.

له دې امله چې د راتلونکي جون ٢٧ نېټه د سربيا نندارتون د نمانځنې له ورځې سره برابره ده ، نو په دغه مياشت کې به يې نندارې تر ټولو مهمې وي. اودوويکي هيله لري چې هغه مهال به د بېلا بېلو ځانګړو فعاليتونو له لارې لازيات شمېر نندارچيان ورجلب کړي.

(اواز ٣)

که څه هم د سربيا نندارتون د نمانځنې ورځ يوازې د جون ٢٧ نېټه ده، خو موږ پلان لرو چې د جون له ٢٦ نېټې څخه تر ٣٠ نېټې پورې اړونده فعاليتونه تر سره کړو.

ګرانو اورېدونکو، د شانګهای نړيوال نندارتون پرانيستل شوی دی . په چين کې د سربيا لوی سفير ميومير اودوويکي هرکلی کوي چې د بېلا بېلو هېوادونو سيلانيان به د دغه هېواد له نندارتون څخه ليدنې وکړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای