سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلروم

عکسونه
 
ستوری چن هوی لين د ١٩٧٢ کال د دسمبر په ديارلسمه نېټه په هانکانګ کې وزېږېده. هغه په جاپان کې له لوړې منځنې ښوونځې څخه تر فارغت وروسته د امريکا په يو پوهنتون کې شامله شوه چې د طرحې په برخه کې يې زده کړه تر سره کړه. په ١٩٩٤ کال کې هغه بيرته هانکانګ ته راستنه شوه او د سندره ويلو په کارونو يې پيل وکړ. له څوارلسو کلونو راهيسی چن هوی لين تل خپله روغه بڼه ساتلې چې د هانکانګ د نورو ستوريو لپاره يې يوه ښه بېلګه جوړه کړی او د وګړيو لخوا ډېر ستايل کېږي.

چن هوی لين په هانکانګ کې يوازني ستوری ده چې په جلا جلا توګه په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٤ کال کې د هانکانګ د لسو وتليو ځوانانو او د نړۍ د لسو وتليو ځوانانو جايزه تر لاسه کړی ده.

چن هوی لين په ١٩٩٥ کال کې د نوی تکړه سندرغاړی جايزه وګټله او له ١٩٩٩ کال څخه د مسلسلو اتو کلونو لپاره د ډېرې مشهورې ښځينه سندرغاړې جايزه تر لاسه کړه.

په ٢٠٠٨ کال کې چن هوی لين واده وکړ او اوس د مورې کېدو لپاره تياريانې نيسي.