د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،يوه اوونی کيږي چې د شانګهاي نړيوال نندارتون پيل شوی، بهرنيو او کورنيو نندارچيانو له دې امله د دغه نندارتون د هغو داوطلبانو لوړه ستاينه وکړه چې ډېره ښه روزنه يې منلې او پوره چمتوالی يې نيولی دی .
د شانګهاي په نړيوال نندارتون کې څه باندې اويا زره داوطلبان د نندارتون په عمده سيمه کې او نژدې سل زره تنه نور په ښاري خدمتي مرکزونو کې کارکوی چې پکې ٢٩٠ تنه يې بهرنيان دي.
د دغه نندارتون داوطلبان په عمده توګه د پوهنتون له زده کوونکو ، کارکوونکو او تقاعد شويو کارګرانو څخه عبارت دي او د اړوندې لارښوونې او معلوماتو ورکونې ، ژباړنې او بېړنی طبي مرستې په شمول زيات خدمات برابروي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |